د ملي دفاع وزارت سرپرست د قطر د امیر او دفاع وزیر سره وکتل
د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد يعقوب «مجاهد» او ورسره مل پلاوی یې قطر ته د رسمي سفر په ترڅ کې نن د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني او د یاد هیواد د دفاع وزیر ډاکتر خالد بن محمد العطیه سره په « دیوان امیري» کې وکتل.
په دې ناسته کې د دفاع وزارت سرپرست وزير د افغانستان خلکو سره یې د قطر دوست هېواد له مرستو مننه څرګنده وکړه او د یادو مرستو پر دوام یې تینګار وکړ.