د ملي دفاع سرپرست وزیر د ځوانو افسرانو اکاډمۍ د محصلینو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

s.mohmand
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۴ - ۱۹:۲۰
د ملي دفاع سرپرست وزیر د ځوانو افسرانو اکاډمۍ د محصلینو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

د ملي دفاع پوهنتون د ځوانو افسرانو اکاډمۍ له څوارلسمې دورې څخه ۳۸۴ تنه محصلین په نظامي او ملکي برخو کې نن د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" ، د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال الحاج شیر محمد عباس ستانکزي او دګڼ شمېر نورو وزارتونو مرستیالانو، مسؤلینو او مجاهدینو ګډون وکړ.

مولوي محمد یعقوب "مجاهد" وویل: تاسې د دې مظلوم ولس مدافعین یاست، د دې ملت او ملي حاکمیت ساتنه پر موږ او تاسې فرض ده، د دښمن په وړاندې هر ډول دفاع ته چمتو اوسئ، خپل عزم مو قوي کړئ، په ټولو کارونو کې نیت یواځې د الله ج رضا وګرځوئ، په خپلو ځانونو او ولس پهره دار او څوکیدار واوسئ، د هېواد د ساتنې لپاره د قلم ترڅنګ ټوپک هم زده کړئ او څوک چې د افغانستان د خوشحالۍ دوښمن دی هغه زموږ د ټولو دوښمن دی په ګډه به يې ځپو او خپل اولس ته به خوښي وربښو.

همدا راز د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال الحاج شیر محمد عباس ستانکزي وویل: موږ او تاسې په خپلو سرښندنو ویاړ کوو خو غرور او تکبر نه پرې کوو، موږ باید یوه لحظه هم غفلت ونه کړو او خپل مسؤلیت په ښه توګه ادا کړو.

نوموړي زياته کړه چې موږ هيڅوک د کوم قوم په نوم نه پېژنو خو د یو افغان په نامه ټول ملت تر هر چا ښه پېژنو، خدمت يې کوو او د ملي يووالي ساتنه کوو.

همداراز نوموړي وويل: دا تاسې يئ چې زموږ ځمکنۍ بشپړتيا او سرحدات خوندي دي.

ستانکزي صاحب یو ځل بیا په بهر مېشتو افغانانو غږ وکړ چې خپل هېواد ته را ستانه شئ موږ به ستاسې د ځان، مال او عزت ساتنه کوو.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته