د ملي دفاع سرپرست وزیر د تیرې ادارې له پخوانیو جنرالانو سره ولیدل

s.mohmand
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۲ - ۱۷:۵۵
د ملي دفاع سرپرست وزیر د تیرې ادارې له پخوانیو جنرالانو سره ولیدل

نن ورځ د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" او د مسلحو قواوو لوی درستیز قاري فصیح الدین "فطرت" د تیرې ادارې له جنرالانو او ګڼ شمیر منسوبینو سره پخپل کاري دفتر کې ولیدل.

دغه لیدنه کې ډګر جنرال افضل امان، ډګر جنرال محمد زمان " احمدزی" تورنجنرال شعور ګل، تورن جنرال نبي الله، برید جنرال فرید، ډګروال افندي، ګڼ شمیر نورو جنرالانو او د قول اردو قومندانانو ګډون درلود.

مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپلو خبرو کې وویل زموږ او ستاسو یوازینی هدف په هیواد کې امن راوستل دي، اوس ددې وخت دی چې تیرو زخمونو ته پټۍ ورکړو، موږ باید تعصب ختم کړو او دغه تعصب ختمول اخلاص او مینې ته ضرورت لري.

همدا راز مولوي محمد یعقوب "مجاهد" له دوی څخه مننه وکړه د دوی ستونزې او وړاندیزونه یې واوریدل، ژمنه یې وکړه چې ددوی هر مشکل به حلوي او د امنیت ساتلو ډاډ یې ورکړ.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته