د ملي اردو ١٤٧ تنه بریدملان د ښوونیز مرکز څخه فارغ شول

zia_omid
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۷ - ۱۶:۳۴
۱۴۷ تن بریدملان اردوی ملی از مرکز تعلیمی فارغ گردیدند

د ٢٠٥ اتل قول اردو د پوله ساتو ځواکونو د دریمې لوا د ښوونیز مرکز څخه د ٤ تنه ښځينه وو په ګډون ١٤٧ تنه ټیم مشران (بریدملان) د یو لړ نظامي ښوونو وروسته فارغ شول.

دا بریدملان همدا اوس په پوره توګه د ترهګرو په مقابل کې د ګران هیواد ساتنې ته چمتو دي.

یادو فارغ شوو سرتیرو ژمنه وکړه، چې د خلکو د مال او ځان ساتنه به کوي او د هیواد د سولې او ثبات د دښمنانو په مقابل کې به د هیڅ ډول هڅې ډډه نه کوي.

د ٢٠٥ اتل قول اردو په ښوونیز مرکز کې د دې بریدملانو د فراغت مراسم نیول شوي وو.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته