د غزني ولایت جغتو ولسوالۍ وروسته له دوو کلونو له طالب ترهګرو آزاده شوه

zia_omid
شنبه ۱۳۹۸/۶/۳۰ - ۲۱:۴۴
ولسوالى جغتو ولايت غزنى آزاد گرديد

د مبین عملیاتو په د دویم پړاو په ترڅ کې چې تېره ورځ د دفاعي او امنیتي ځواکونو لخوا د غزني ولایت په شمال کې پیل شوي وو، د ياد ولایت جغتو ولسوالۍ وروسته له دوو کلونو په پشپړه توګه د طالب ترهګرو له شتونه پاکه او آزاده شوه.

د دغو عملیاتو په ترڅ کې زیات شمیر ځای پر ځای شوي ماینونه خنثی شوي او دښمن ته تلفات هم اوښتي دي چې دقیقه شمیره به یې وروسته خپره شي.

د جغتو ولسوالۍ په آزادیدو سره، د غزنی ولایت مالستان، جاغوري، اجرستان او ناوړ ولسوالۍ ددغه ولایت له مرکز سره ونښلول شوې. د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه د خلکو د ځان او مال د امنیت ټینګښت ته ژمن دي او د جغتو شریف ولس ته د دوی د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي.

د یادونې وړ دی چې د مبین عملیات په دریو پړاونو کې د روان کال د وږې له ۱۲مې څخه په غزني ولایت کې پیل شول. په لومړي پړاو کې ددغه ولایت په سویل کې پراخ عملیات پیل شول او درانه تلفات طالب ترهګرو ته واوښتل، ددغو عملیاتو دویم پړاو هم تېره ورځ د جغتو ولسوالۍ او قیاق درې د آزادیدو په موخه پیل شو چې په بریالیتوب سره پایته ورسیدل او ددغو عملیاتو دریم پړاو به په غزني ولایت کې د نمبر یک لويې لارې د امنیت د ټینګښت په موخه د عملیاتو ترسره کول وي.

د مبین عملیات په غزني کې د 203 تندر قول اردو د دریمې لوا د پخواني قوماندان شهید بريد جنرال عبدالمبين مجتبی د سر ښیندنو او زحمتونو په درناوي د نوموړي په نامه نومول شوی.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۴ - ۲۲:۹
Background image

هلمند ولایت ته د ملي دفاع وزارت د سرپرست سفر

دملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، د کورنیو چارو له سرپرست وزیر محمد مسعود...

شنبه ۱۳۹۸/۶/۳۰ - ۲۱:۴۴
Background image

د غزني ولایت جغتو ولسوالۍ وروسته له دوو کلونو له طالب ترهګرو آزاده شوه

د مبین عملیاتو په د دویم پړاو په ترڅ کې چې تېره ورځ د دفاعي او امنیتي ځواکونو لخوا...

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۶ - ۱۷:۱۳
Background image

فراه ولایت ته د ملي دفاع وزارت د سر پرست سفر

د ملي دفاع سر پرست وزیر اسد الله خالد په داسې حال کې، چې د کورنیو چارو وزارت سر پرست...

بېرته خبرونه ته