دایکندي ولایت ته د ملي دفاع وزارت د سرپرست اسدالله خالد سفر

zia_omid
جمعه ۱۳۹۹/۳/۳۰ - ۲۰:۱
سفر اسدالله خالد سرپرست وزارت دفاع ملی به ولایت دایکندی

د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، د دایکندي ولایت د امنیتي وضعیت د څېړلو په موخه نن هغه ولایت ته سفر وکړ.

په دې سفر کې، د ملي دفاع وزارت سرپرست، د دایکندي له والي محمد ضیا "همدرد"، د ۲۰۵ اتل قول اردو له قوماندان، ددغه ولایت له امنیې قوماندان، د ملي امنیت له رییس او په دې ولایت کې د پولیسو د ځانګړې قطعې له قوماندان سره ولیدل، او ددغه ولایت د امنیتي وضعیت د لا ښه والي په موخه لازم هدایات صادر کړل.

په دې سفر کې د ملي دفاع وزارت سرپرست، ددغه ولایت د ولایتي شورا له استازو سره هم ولیدل او د دوى ستونزې او غوښتنې یې واوریدې.

همداراز د ملي دفاع وزارت سرپرست په دې سفر کې، د دایکندي ولایت په مرکز نیلي ښار کې له نږدې له خلکو سره ولیدل.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته