د ملي دفاع وزارت روغتيايي ټيمونه د طبي توکو سره یو ځای هرات ته ولاړل
د ملي دفاع وزارت رهبرۍ ځانګړې لارښوونې په اساس د صحيه قوماندانۍ یوه ډله چې مشري یې د ملي دفاع وزارت د طبي علومو اکاډمی قوماندان برید جنرال ډاکټر محمد اسماعیل "وردک" کوله په هرات کې د زلزلې له امله د ټپيانو د روغتيايي حالت د ښه والي او سملاسي مرستې په موخه نن له طبي توکو او نغدي مرستو سره یو ځای غوریان او زنده جان ولسوالیو ته ولاړل.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي دفاع وزارت مرستندويه ډلې د هېواد په لوېديځ کې د زلزلې ځپلو په بېلابېلو سيمو کې په خدمت رسونې مصروف دي.