د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو له لوري ۵۶ بورۍ بارودت ونیول شول
د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو د کشف او استخباراتو کنډک بيداره مجاهدينو د یو کشفي راپور پر بنسټ د ننګرهار ولايت د اتمې حوزې دامان ساحه کې يو تن له ۵۶ بورۍ باروتو سره يوځای ونیول شو.
ياد کس غوښتل دغه باروت نورو ساحو ته د ورانکاريو په موخه وليږدوي چې هدف ته له رسيدو مخکې د کشفي ځواکونو لخوا ونيول شو او قانوني مرجعو ته د تحقیقاتو لپاره ولیږل شو.