بغلان کې د طالبانو ولسوال په ګډون ۲۰ ترهګر ووژل شول
تېره شپه دفاعي امنیتي او کومانډو ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د بغلان ولایت د ګذرګاه نور، جلګه او بغلان جدید ولسوالیو اړوندو سیمو کې پر طالب ترهګرو بریدونه وکړل.
چې په پایله کې د ګذرې ولسوالۍ له پاره د طالبانو تش په نوم ولسوال «قاري امرالله» د «خدا نظر» زوي په ګډون ۲۰ ترهګر ووژل شول او ۲۲ تنه نور ټپيان شول.
همدا راز په دغه بریدونو کې د دښمن ۱ موټر، ۲ موټر سایکل، ۱ هاوان، ۱ قرار ګاه او ۶ میله کلاشینکوفونه له منځه وړل شوي دي.