خبرپاڼې
د ننګرهار په حصارک کې د ۴ خونړیو پیښو مخه ونیول شوه
تېره ورځ، طالب ترهګرو د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالۍ اړوند ۴ کړۍ ماینونه ملکي او پوځي کسانو ته د مرګ ژوبلې اړولو په موخه ځای پر ځای کړي وو.
زابل کې ۶ طالب ترهګر ووژل شول
تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د زابل ولایت مرکز قلات اړوند پر طالب ترهګرو چاڼیز عملیات تر سره کړل.
چې په پایله کې ۶ ترهګر ووژل شول.
کاپيسا کې ۱۳ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د کاپيسا ولایت تګاب ولسوالۍ "جالو خیل" او "شاکوټ" اړوند سیمو کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۶ ترهګر ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.
لغمان کې ۱۴ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره شپه، دفاعي او امنیتي ځواکونو د لغمان ولایت بادپښ ولسوالۍ کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۶ ترهګر ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول.
تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲۱ طالبان ووژل شول او ۸۸ نور ټپیان شول
دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۲۲۱ طالبان ووژل شول او ۸۸ نور ټپیان شول.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
اروزګان کې ۲۳ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې ترهګرو طالبانو پروړاندې تصفیوي عملیات ترسره کړل.
کندهار کې ۴۸ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د کندهار ولایت نیش، مېوند او پنجوایي ولسوالیو کې ترهګرو طالبانو پروړاندې تصفیوي عملیات ترسره کړل.
لوګر کې هوایي برید کې ۲۰ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره ورځ، هوایي ځواکونو د لوګر ولایت ازرې ولسوالۍ کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۲۰ ترهګر ووژل شول او ۷ نور ټپيان شول.
بغلان کې د طالبانو یوه مهم قوماندان په ګډون ۱۷ ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره شپه دفاعي،امنیتي او کومانډو ځانګړو ځواکونو د بغلان ولایت مرکز پلخمري”شهرک بند دو” او “ زمانخیلو” سیمو کې د ترهګرو طالبانو غونډه په نښه کړه.