نیمروز کې طالبانو د ۲ مخکښو قوماندانانو په ګډون ۲۸ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

نن له غرمې وروسته, کومانډو ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ د نیمروز ولایت دلارام ولسوالۍ اړوند د طالب ترهګرو غونډه په نښه کړه.

چې په پایله کې طالبانو د ۲ مخکښو قوماندانانو "انصاري" او "سیف الحسین" په ګډون, ۲۸ ترهګر ووژل شول او ۸ تنه نور ټپيان شول.

همدا راز د دښمن ۷ موټرونه, ۸ موټر سایکلونه, ۱ دهشکه, ۲ پیکاوې او ۱۱ میله کلاشینکوفونه له منځه یوړل شول.