اسدالله خالد : د ۲۳۰۰۰ شهيدو او معلول سرتېرو کورنيو سره به نغدي مرسته وکړو

s.mohmand
دوشنبه ۱۳۹۸/۲/۳۰ - ۱۳:۳۱
اسدالله خالد : د ۲۳۰۰۰ شهيدو شويو سرتېرو کورنيو سره به نغدي مرسته وکړو

د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير اسدالله خالد نن د يوې غونډې په ترڅ کې وويل، چې د زيات شمېر شهيدو شويو سرتېرو له کورنيو سره به نغدي مرسته وکړي.

اسدالله خالد په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې د روژې مياشتې په برکت دوی د خپلو شهيدو شويو سرتېرو له کورنيو سره نغدي مرسته کوي او دا يې خپل مسوليت وګاڼه، چې د هغه چا د کورنۍ په غم کې اوسي، چې د دې هيواد په دفاع کې يې ځان شهيد کړی دی.

د ملي دفاع وزير اسدالله خالد وويل، له ده مخکې به د روژې په مياشتو کې وزيرانو له بېلابېلو سيمو څخه د شهيدو شويو سرتېرو له کورنيو څخه۲۵ تنه روژه ماتي ته ورغوښتل او ۲۰۰ کورنيو سره به د يوه اندازه خوراکي توکو مرسته کوله، چې د ده په خبره دا ډېره کمه اندازه او بساينده نه وه.

ښاغلي اسدالله خالد وويل ( موږ د خپل مسوليت له مخې دغه تعداد ۲۳۰۰۰ درويشت زره کورنيو ته ورساوه او په دغه روژه کې به په عاجل ډول ټولو ذکر شويو کورنيو ته په نغدي ډول ۱۰۰۰۰ لس زره افغانۍ د اکونټونو له لارې ورجمع کړو)

د ملي دفاع وزير اسدالله خالد ژمنتيا څرګنده کړه، چې د خپلو شهيدو شويو او په ليکو کې د شته سرتېرو حقونو په رسولو کې به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي او اداره يې مکلف کړه، چې په خپل وخت د سرتېرو کورنيو ته د هغوی سره شوې مرستې ورسوي.

ښاغلي اسدالله خالد وويل، چې د دوی هڅه دغه ده، چې د ټولو امنيتي ځواکونو په ليکو کې د شهيدو شويو، معلول شويو سرتېرو کورنيو ته رسيده ګي وکړي هغه که د دفاع وزارت په چوکاټ کې دي، د کورنيو چارو وزارت يا هم نورو امنيتي ارګانونو په چوکاټ کې خپلې دندې اجرا کوي.

ښاغلي اسدالله خالد ژمنتيا څرګنده کړه، چې د شهيدو شويو کورنيو سره به تر دې زياتو مرستو کولو اقدام کوي او په خپل وخت به د ټولو شهيدو شويو او معلول سرتېرو کورنيو ته ځان رسوي او د مرستې لاس به ورکوي او په راتلونکو پلانونو کې به يې دا لومړنۍ او مهمه برخه وي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته