ملي دفاع وزارت د ستراتيژۍ او پاليسۍ معينيت مرستيال معرفي شو

s.mohmand
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۵ - ۱۹:۵۹
 د ملي دفاع وزارت د ستراتيژۍ او پاليسۍ معينيت مرستيال معرفي شو

د ملي دفاع وزارت مشرتابه د لزوم دید او چارو د لاښه سمون په موخه؛ مولوي باقي بالله «فضلي» نن د يوې غونډې په ترڅ کې د ملي دفاع وزارت د پلان او پالیسۍ د معين مولوي قاسم «فريد» له خوا رسماً د یاد وزارت د پلان او پاليسۍ د معينيت مرستيال په توګه کارکونکو ته ور وپيژندل شو.

د پلان او پاليسۍ معينيت مرستيال ډاډ ورکړ، چې د دغه وزارت د مجاهدينو او منسوبينو تر څنګ به د هېواد د ملي او اسلامي ارزښتونو د ساتنې له پاره په رښتينولۍ سره کار کوم.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته