د ۲۰۵ البدر قول اردو چارواکو او مجاهدينو سره د اميرالمؤمنين ليدنه

s.mohmand
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۲ - ۲۳:۴۶
د ۲۰۵ البدر قول اردو چارواکو او مجاهدينو سره د اميرالمؤمنين ليدنه

نن د اسلامي امارت امير المؤمنين شيخ الحديث والتفسير مولوي هيبت الله «اخندزاده» د ۲۰۵ البدر قول اردو څخه لېدنه وکړه.

په دې لېدنه کې چې د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد يعقوب «مجاهد» يې ملتيا کوله، د يو شمېر علماوو، مخورو او مجاهدينو سره وکتل.

په دې لېدنه کې اميرالمؤمنين «حفظه الله» مجاهدينو ته په یوالي ټينګار وکړ او ويې فرمايل: له اختلافاتو پرهيز وکړئ؛ ځکه اختلافات د ناکامۍ او ماتې سبب کيږي، په یوالي او ورورولۍ منګولې ولګوئ؛ ځکه چې یوالی او برياليتوب به ستاسو د پرمختګ سبب شي.
عقيده په الله ج وساتئ نه په مادياتو
 او له هغوی يې وغوښتل چې د کلکې عقيدې، مورال او انګيزې لرونکي وي.

همدا راز اميرالمؤمنين چارواکو او مجاهدينو ته د ښې حکومتولۍ په برخه کې اړينې سپارښتنې او لارښونې وکړې.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته