د ۳۱۳ مرکزي قول اردو څخه ۴۵۰ سرتیري فارغ شول

s.mohmand
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۱ - ۱۸:۵۹
د ۳۱۳ مرکزي قول اردو څخه ۴۵۰ سرتیري فارغ شول

د اسلامي امارت د ملي اردو ۴۵۰ تنه سرتیري له پرمختللو نظامي، بنسټیزو، مسلکي او عقیدتي زده کړو وروسته له ۳۱۳ مرکزي اردو څخه فارغ شول.

د دغو سرتیرو د فراغت مراسم د درستیزوال شیخ الحدیث مولوي نقیب الله «عزیزي»، د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مرستیال مولوي نصرت، د نظامي امر باالمعروف رییس مولوي راز محمد او یو شمېر حکومتي مسولینو په شتون کې د کابل ۳۱۳ مرکزي قول اردو کې ترسره شول.

درستیزوال نقیب الله "عزیزي" وویل: د شکر او ویاړ ځای دی، چې نن د اسلامي امارت روزل شوې او مسلکي اردو د سختو تمریناتو په تیریدو سره یو ځل بیا د خلکو او خاورې د لا ښه خدمت له پاره چمتو کیږي.

همدا راز د نظامي امر باالمعروف رییس مولوي رازمحمد، د اسلامي اردو د مسوولیتونو په تړاو په خپلو خبرو کېې وویل: "هغه سرتېری چې خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو ته غاړه نه ږدي، په اسلامي اردو کې به يې ځای نه وي."

دغو فارغو شويو سرتېرو د تکتيکي او پوځي وړتیاوو په ښودلو سره ډاډ ورکړ، چې د ځمکنۍ بشپړتيا، خپلو خلکو د ژوند او مال څخه به په کلکه دفاع او ساتنه کوي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته