د وسلوال پوځ لوی درستیز د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د سرتیرو د فراغت په مراسمو کې د ګډون او په لویدیځ زون کې د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه هرات ولایت ته سفر وکړ

د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین «فطرت» د یو پلاوي په مشرۍ د اسلامي امارت د ۵۰۰ تنه سرتیرو فراغت غونډې او د لودیځ زون امنیتي وضعیت ارزونې په موخه هرات ولایت ته سفر وکړ او د ۲۰۷ الفاروق قول اردو له مشرتابه سره یې هم ولیدل.
د وسلوال پوځ لوی درستیز د اسلامي امارت مجاهدینو د هڅو او سرښندنو د ستاینې تر څنګ وویل: «د منظمې اردو درلودل د هر دولت او حکومت حق دی، چې غواړي د خپلو هیوادوالو له پاره سوله او امنیت ټینګ کړي او د اسلامي امارت له لورې به د نړۍ هیڅ یو هیوادونو ته کوم ګواښ متوجه نه وي.»