د ملي دفاع وزارت ویاند وټاکل شو

s.mohmand
یکشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۵ - ۱۵:۴۴
 د ملي دفاع وزارت ویاند وټاکل شو

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د لارښوونې سره سم، د چارو ښه پر مخ وړلو په موخه، قاري لطف الله "حبیبي" د ستراتیژیکو اړیکو او عامه چارو ریاست د رییس او ویاند په توګه وګمارل شو او په دنده یې پیل وکړ.

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت مشرتابه د بیان ازادۍ، اطلاعاتو ته د لاس رسي اصل او د هېواد ټولو ځورېدلو وګړو ته د حقایقو په خپرولو کې له ټولو ملي او بین المللي رسنیو سره همکار دی؛ د دولتي او خصوصي رسنیو خبریالان د اړتیا په وخت کې د ملي دفاع وزارت له ویاند سره په لاندې شمېرو اړیکې نیولی شي.

مبایل ۰۷۳۰۵۱۳۰۳۱ واټساپ ۰۷۷۲۵۵۷۵۲۱

د ملي دفاع وزارت د ستراتیژیکو اړیکو ریاست ټولو ملي او بین المللي رسنیو ته خبر ورکوي، چې د یاد وزارت ویب سایټ، ټولنیزې شبکې او واټساپ ګروپ بیا ځلې فعال شوي دي، رسنۍ کولی شي چې له دې اطلاعاتي چینلونو څخه ټولې خبرپانې او اطلاعات تر لاسه کړي.

همدا راز د ټولو محترمو ملي او بین المللي رسنیو د خبر برخې مسولینو څخه هیله مند یو، چې د لا همغږۍ په موخه د خپلو مخکښو خبریالانو د واټساپ شمېرې او بریښنا لیکونه په دې ایمیل ادرس له موږ سره شریک کړي. modweb111@gmail.com

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۲۱:۱۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د چین له سفیر سره په کابل کې وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب"مجاهد" د چین له سفیر جاوشینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د ملي دفاع وزارت سرپرست د دواړو هیوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې، تجارتي او اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۲۱:۳۸
Background image

د ملي دفاع سرپرست په کابل کې د آذربایجان له سفیر سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د آذربایجان هیواد د اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي الهام "محمدوف" سره  پخپل کاري په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د ملي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۲۲:۳۷
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" مالیزیایي پلاوي سره وکتل

نن ورځ د مالیزیا هیواد ځانګړي استازي او د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو استازي د یو سفر په ترڅ کې کابل ته سفر وکړ او دلته یې د ملي دفاع له سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب. . .

بېرته خبرونه ته