د ملي دفاع وزارت سرپرست د جاپان له سفیر سره وکتل

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۲۲:۵
د ملي دفاع وزارت سرپرست د جاپان له سفیر سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن ورځ په کابل کې د جاپان له سفیر ښاغلي تاکایوشي کورومایا سره پخپل کاري دفتر کې وکتل او خبرې یې وکړې.

په دې کتنه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست د دغه هېواد د مرستو څخه د قدردانۍ ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت په هکله یادونه وکړه او ویې ویل: اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو ټینګښت غواړي.

همدا راز د جاپان سفیر د سرتاسري امنیت او له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت د کړنو ستاینه وکړه او ویې ویل: جاپان د افغانستان له خلکو سره د روغتیا، کرنې، زده کړو او په نورو برخو کې خپلو همکاریو ته ژمن دی.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته