اندونیزیايي پلاوي د ملي دفاع له سرپرست وزير سره په لیدنه کې: "هغه څه چې موږ په رسنیو کې اوریدلي، تبليغات وو"

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۱۹:۱۷
اندونیزیايي پلاوي د ملي دفاع له سرپرست وزير سره په لیدنه کې: "هغه څه چې موږ په رسنیو کې اوریدلي، تبليغات وو"

د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې اندونیزیا د جمهوري رياست له پخواني مرستيال ښاغلي محمد يوسف کالا، د اوسنۍ سرې میاشتې او جوماتونو شورا له رئیس او مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې د ملي دفاع سرپرست وزير راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل:« افغانستان او اندونیزیا ډېر مشترکات لري، موږ لېواله یو، چې د دواړو اسلامي هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې اړیکې او همکارۍ لا پراخه کړو».

اندونيزيايي پلاوي افغانستان ته د خپل سفر په دوام کې د امنيت او بيارغونې په اړه واقعيتونه څرګند او زياته يې کړه: هغه څه چې موږ د افغانستان د امنيت او نورو موضوعاتو په تړاو په رسنيو کې اورېدلي، تبليغات وو؛ بلکه امنيت د تامين او په اقتصادي برخه کې ډېر کارونه شوي، د اندونیزیا هېواد چمتو دی، چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري او پانګونه وکړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته