د وسلوال پوځ لوی درستیز د پېژندتون ریاست په سیمینار کې ګډون وکړ

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۸ - ۱۹:۳۵
د وسلوال پوځ لوی درستیز د پېژندتون ریاست په سیمینار کې ګډون وکړ

د وسلوال پوځ لوی درستیز الحاج قاري محمد فصیح الدین "فطرت" د ملي دفاع وزارت اړوند معینتو، ریاستو، سیمیزو قول اردوګانو، لواګانو اونورو جزوتامو د پېژند ۲۴۰  تنه مدیرانو او آمرینو ته د ظرفیت لوړولو لپاره د پېژندتون ریاست له لوري په جوړ شوي درې ورځني سیمینار اختتامیه مراسمو کې ګډون وکړ.

د وسلوال پوځ لوی درستیز الحاج قاري محمد فصیح الدین "فطرت" پخپلو خبرو کې وویل: اسلامي نظام یوې منظمې او مسلکي اردو ته ضرورت لري، زموږ مسؤلیت دادی؛ چې داسې یوه نظامي او مسلکي اردو وروزو چې له عقیدوي او نظامي اړخه برابره وي او ددې اردو د جوړولو لپاره پېژنتون ریاست د ملا د تیر حیثیت لري.

همدا راز د یاد ریاست رئیس مولوي محمد رحیم د سيمینار ټولو ګډون والو ته د لازمو توصیو او د دوی د کارونو د ستایلو ترڅنګ زیاته کړه: چې نیتونه مو خاص د الله جل جلاله رضاء وګرځوئ، خپل کارونه په اصولي توګه مخ ته یوسئ په کارونو کې ځنډ مه کوئ خپل کارونه په خپل وخت ترسره کړئ، کوشش وکړئ چې خپل کشران مجاهدین درڅخه خفه نشي.

غونډه د مسؤلینو له لوري څو تنو د پېژند اړوند مديرانو او آمرینو ته د دوی ښه خدمت او په کارونو کې اولویت ته په کتو د تقدیرنامو او نغدي جایزو په ورکولو سره پای ته ورسېده.
 

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته