د پکتیکا ولایت له مخورو، سپین ږیرو او قومي مشرانو سره د وسله وال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت د سرپرست لیدنه

s.mohmand
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۵ - ۲۱:۴۷
د پکتیکا ولایت له مخورو، سپین ږیرو او قومي مشرانو سره د وسله وال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت د سرپرست لیدنه

د وسله وال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال محمد یاسین "ضیا" د پکتیکا ولایت له یوشمیر مخورو، سپین ږیرو او قومي مشرانو سره نن د خپل کار په دفتر کې ولیدل.

په دې لیدنه کې د پکتیکا ولایت دغو مشرانو د وسله وال پوځ لوی درستیز او د ملی دفاع وزارت له سرپرست څخه په هېواد کې په ځانګړي توګه د پکتیکا ولایت د امنیت د ټینګښت په برخه کې د دوی له هڅو او کړنو ستاینه او قدردانی وکړه او وې ویل چې د پکتیکا ولسونه په کلکه توګه د خپلو زړورو دفاعي او امنیتي ځواکونو په خوا کې دي او د دوی د مېړانو په پایله کې دښمن ته تل غاښ ماتونکي ځوابونه ورکړل شوي دي.

همداراز دغو مشرانو د پکتیکا ولایت په یوشمیر سیمو کې د امنیت د لا ټینګښت په برخه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د ملي دفاع وزارت له سرپرست سره شریک کړل.

د وسله وال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال محمد یاسین "ضیا"، د هېواد له دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه د پکتیکا ولایت د ولسونو له کلک ملاتړ څخه مننه وکړه او دوی ته یې ډاډ ورکړ چې د پکتیکا د امنیت ټینګښت زمونږ په لومړیتوبونو کې دی او ددغه ولایت د امنیت د لا ټینګښت په برخه کې به له پخوا لا ډیره پاملرنه وکړي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته