د هرات په سل بستریز سیمه ایز روغتون کې د دفاعي او امنيتي ملي ځواکونو له ټپیانو د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال لیدنه او عیادت

s.mohmand
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۳ - ۱۴:۴۱
د هرات په سل بستریز سیمه ایز روغتون کې د دفاعي او امنيتي ملي ځواکونو له ټپیانو د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال لیدنه او عیادت

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود میاخیل د هرات ولایت د سل بستریز په سیمه ایز روغتون کې د دفاعي او امنيتي ملي ځواکونو د بستري ناروغانو او ټپیانو عیادت وکړ.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د سولې او آرامتیا او د خلکو د ځان او مال د دفاع په موخه د دفاعي او امنيتي ځواکونو د زړورو سرتیرو او منسوبینو له سرښیندو او اتلولیو چې خپل ځانونه يې سپر ګرځولي او په مېړانه دفاع کوي ستاینه او مننه وکړه.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د همدردۍ او عیادت په خوا کې پر بستري ناروغانو او ټپیانو یوه اندازه نقدي مرستې هم وویشلې.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته