فراه ولایت ته د ملي دفاع وزارت د سر پرست سفر

zia_omid
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۶ - ۱۷:۱۳
سفر سرپرست وزارت دفاع به ولایت فراه

د ملي دفاع سر پرست وزیر اسد الله خالد په داسې حال کې، چې د کورنیو چارو وزارت سر پرست محمد مسعود اندرابي، د ناتو عمومي قومندان سکات مېلر او د ملي امنیت سر پرست هم ور سره و، د فراه ولایت د انار درې ولسوالۍ د امنیتي حالت د ارزونې په موخه یاد ولایت ته تللي و.

د ملي دفاع سر پرست وزیر د امنیتي ګزارشونو د اورېدونه وروسته په فراه ولایت کې میشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د امنیت د ښه والي په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

همدارنګه د ملي دفاع سر پرست وزیر د انار درې له ولسوالۍ څخه د ترهګرو د شړلو په موخه د دفاعي او امیتي ځواکونو پوځي کړنې و ستایلې.

 

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۹:۲۵
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د چین هېواد له ځانګړي استازي او سفير سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد"، نن د افغانستان په چارو کې د چين هېواد ځانګړي استازي ښاغلي يوشيايونګ او سفير، ښاغلي ژاو شینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او خبرې یې. . .

جمعه ۱۴۰۳/۹/۲ - ۱۲:۴۸
Background image

د وسلوال پوځ ستردرستیز د ۳۱۳ مرکزي قول اردو درېمې پلې لواء څخه ليدنه وکړه 

د وسلوال پوځ ستردرستيز قاري محمد فصیح الدین "فطرت" چي د ملي دفاع وزارت پېژنتون رئیس مولوي محمد رحیم "رحیمي"، د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مرستیال ملا محمد حافظ "مجاهد" او يو شمېر نورو لوړ پوړو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۹:۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر او مل پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن خپل کاري دفتر کې په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي حسن "کاظمي قمي" او مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د. . .

بېرته خبرونه ته