د ملي دفاع وزارت سرپرست د چین هېواد له ځانګړي استازي او سفير سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد"، نن د افغانستان په چارو کې د چين هېواد ځانګړي استازي ښاغلي يوشيايونګ او سفير، ښاغلي ژاو شینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او خبرې یې وکړې.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو، د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، سرحداتو، پانګونې او نورو موضوعاتو په اړه نظرونه تبادله کړل.
همدارنګه د ملي دفاع وزارت سرپرست چین د افغانستان د خلکو لپاره یو شریک ګاونډ او مهم همکار وباله او په ګډو برخو او همکاریو کې د ملي دفاع وزارت پر ژمنتیا باندې یې ټینګار وکړ.