په کابل کې د ډګروال نورستاني او ډګرمن کټوازي د جنازې مراسم

s.mohmand
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۶ - ۱۲:۴۰
په کابل کې د ډګروال نورستاني او ډګرمن کټوازي د جنازې مراسم

د ۲۰۷ ظفر قول اردو د دریمې لوا د ارکان رییس ډګروال "عبدالبصیر نورستاني" او ددغه قول اردو د دریمي لوا د دریم کنډک د ارکان رییس ډګرمن "احمد خان انګار کټوازي" د جنازې مراسم نن سهار د شهید سردار محمد داوود خان په روغتون کې د وسله وال پوځ د لوی درستیز ستر جنرال "محمد یاسین ضیا" او د ملي دفاع وزارت د جنرالانو او افسرانو په ګډون سره ترسره شول.

د وسله وال پوځ لوی درستیز ددغو شهیدانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي او غمشریکي څرګنده کړه او د خرابې هوا له امله چې د یادو شهیدانو په انتقال کې ځنډ رامنځته شو د شهیدانو له محترمو کورنیو بخښنه وغوښته.

ستر جنرال محمد یاسین ضیا د ډګروال نورستاني او ډګرمن کټوازي له کړنو ستاینه او قدرداني وکړه او ژمنه یې وکړه چې د ملي اردو کورنۍ به تل د ملي اردو د شهیدانو د کورنیو په خوا کې وي او په دې برخه کې به هېڅ ډول هڅې ونه دریغوي. 
 

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته