په هرات کې ۵۰۰ سرتیري فارغ شول

s.mohmand
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۹ - ۱۹:۳۲
په هرات کې ۵۰۰ سرتیري فارغ شول

ددغو سرتیرو فراغت نن د ۲۰۷ ظفر قول اردو د رهبرۍ په شتون کې ولمانځل شو. دغه سرتیري له بنسټیزو پوځي زدکړو وروسته د ۲۰۷ ظفر قول اردو له سیمه ییز ښوونیز مرکز څخه فارغ شول.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو د ارکان رییس ډګروال عصمت الله"غروال" دغو تازه فارغ شویو سرتیرو ته د مبارکۍ په خوا کې وویل: ستاسو دا منظم صفونه، د جګړې په ډګر کې سر ښیندونکې مبارزه او له پوځي زدګړو ګټنه، د هېواد د سولې او ټیکاوو د دښمنانو په ځان لړزه رامنځته کوي.

دغو تازه فارغ شویو ځواکونو ډاډ ورکړ چې په هېواد کې به د تل پاتې سولې او ارامتیا د ټینګښت په موخه په ټول ځواک او توان سره هڅه وکړي او هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې هېوادوالو ته زیان ورسوي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته