په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د عملیاتو مسوول جنرال براین مانیس له ښو خدمتونو څخه د «ښه پوځي خدمت»  مډال په ورکړې سره ستاینه وشوه

s.mohmand
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۸ - ۲۰:۵۳
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د عملیاتو مسوول جنرال براین مانیس له ښو خدمتونو څخه د «ښه پوځي خدمت»  مډال په ورکړې سره ستاینه وشوه

د ملي دفاع وزارت په وړاندیز، د ملي امنیت شورا په تایید او د جمهوري ریاست د عالي مقام په منظورۍ، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عملیاتي مرستیال جنرال «براین مانیس»  ته نن د ملي امنیت په شورا کې د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال او سرپرست له لوري د «ښه پوځي خدمت» مډال ورکړل شو.

د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال او سرپرست، له ترویزم سره د مبارزې په تړاو له افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو سره د ښې همکارۍ په برخه کې ددغه امریکایي جنرال له کړنو او هڅو ستاینه وکړه.

وروستي خبرونه

جمعه ۱۳۹۹/۱۲/۱۵ - ۱۵:۳۱
Background image

زما نیالګی زما سنګر!

لکه څنګه چې امنیت ټولنیز مسوولیت دی، همداشان د هیواد سمسور, زرغون او پاک ساتل هم ټولنیز مسوولیت دی...

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۲ - ۱۸:۴۳
Background image

د ځانګړو عملیاتونو له قول اردو څخه د ۱۲۱۵ تنو تازه دمو کمانډویانو د فراغت مراسم

د کمانډو د ځانګړو عملیاتونو د لوړو تعلیماتو له ښونځي څخه د ملي اردو، رجال برجسته، د ملي پولیسو له مخدره توکو سره د مبارزې...

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۰ - ۱۷:۵۶
Background image

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او سرپرست او د کورنیو چارو وزیر د سرتیري د ملي ورځې په مناسبت د سرتیرو د لیدنې، ستاینې او تقدیر په موخه کندهار ولایت ته سفر وکړ

د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال او سرپرست شاه محمود "میاخېل" او د ملي دفاع وزارت یوشمیر جنرالانو او افسرانو، د سرتیري د ملي ورځې د لمانځلو په موخه نن کندهار ولایت ته سفر وکړ...

بېرته خبرونه ته