په افغانستان کې د انګلستان سفیر او د افغانستان او پاکستان لپاره د برېتانیا له ځانګړي استازي سره د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر لیدنه

zia_omid
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۳ - ۱۱:۱۶
دیدار سرپرست وزارت دفاع ملی با سفیر انگلستان در افغانستان و نماینده ویژه بریتانیا برای افغانستان و پاکستان

دملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد په افغانستان کې د انګلستان سفیرې مېرمن الیسن بلیک او د افغانستان او پاکستان لپاره د برېتانیا له ځانګړي استازي ښاغلي ګرېټ بیلي سره د ملي دفاع وزارت په ودانۍ کې نن تر غرمې وروسته وکتل.

په دغه لېدنه کې، د افغانستان د امنیتي حالت، له افغان امنیتي ځواکونو سره د برېتانیا په مرستو او همکاریو، د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا او د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزې خبرې اترې شوې.

اسدالله خالد له افغانستان سره د برېتانیا له مرستو په مننې سره وویل چې د دغه هېواد مرستې په امنیتي برخې کې ټولو ته څرګندې دي او موږ غواړو چې دغه مرستې په همدې ډول ادامه ولري.

په افغانستان کې د انګلستان سفیر او د افغانستان او پاکستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي د خپل هېواد د مرستو او همکاریو د ادامې ډاډ ورکړ.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته