د ۲۰۵ اتل قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان شهید تورنجنرال مزمل ساپي د جنازې مراسم

s.mohmand
جمعه ۱۳۹۹/۱۲/۲۲ - ۱۴:۱۷
د ۲۰۵ اتل قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان شهید تورنجنرال مزمل ساپي د جنازې مراسم

د ۲۰۵ اتل قول اردو لومړۍ لوا قوماندان شهید تورنجنرال مزمل "ساپي" د جنازې مراسم، نن له غرمې مخکې د شهید سردار محمد داوود خان په روغتون کې د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او سرپرست شاه محمود"میاخیل"، د ستر درستیز مرستیال ډګرجنرال اقبال علي "نادري"، دملي شورا د یوشمیر وکیلانو، د ملي دفاع وزارت د جنرالانو، افسرانو او دشهید د کورنۍ په ګډون سره ترسره شول.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او سرپرست شاه محمود "میاخیل" د شهید تورنجنرال مزمل "ساپي" له کړنو، مبارزو او اتلولۍ ستاینه او قدرداني وکړه او د شهید "ساپي" له کورنۍ سره خپله ژوره خواخوږي او غمشریکي څرګنده کړه.

د ملي دفاع وزارت او ستر درستیز مشرتابه د جنرال "ساپي" شهادت د هېواد لپاره ستره ضایعه بولي او شهید "ساپي" ته د الله پاک له درباره د جنت الفردوس او کورنۍ او دوستانو ته یې د جمیل صبر هیله کوي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته