د ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه د سيمه ايزې اردو ۴۸۱ تنه سرتيري فارغ شول

s.mohmand
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۱۵:۲۰
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه د سيمه ايزې اردو ۴۸۱ تنه سرتيري فارغ شول

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ښوونیز مرکز څخه د ملي اردو ۴۸۱ تنه سېمه ایز سرتيري د اته اونیو بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته، فارغ شول.

دا سرتېري به د ننګرهار او لغمان ولایتونو یو شمېر ولسوالیو ته امنیت د لاټینګښت په موخه واستول شي.

د سرتیرو د فراغت په مراسمو کې د ۲۰۱ سلاب قول اردو قوماندان برید جنرال عبدالجبار وفا، د قول اردو مرستیال، درستيزوال، د لغمان ولايت مرستيالې بريښنا ساپۍ، ، یو شمېر افسرانو او د يادو ولايتونو مخورو مشرانو، ديني عالمانو او ځوانانو، ګډون درلود.

دغو تازه فارغ شویو ځواکونو ډاډ ورکړ، چې په هېواد کې به د تل پاتې سولې او ارامتیا د ټینګښت په موخه په ټول ځواک سره هڅه وکړي او هېچاته به اجازه ورنکړي چې هېوادوالو ته زیان ورسوي.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۳ - ۱۷:۳۴
Background image

د ناټو ملکي استازي د ملي دفاع وزارت سرپرست سره په لیدنه کې افغانستان سره د دې سازمان د مرستو او همکاریو په دوام ټینګار وکړ

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر ستر جنرال بسم الله "محمدي" په افغانستان کې د ناټو له ملکي استازي...

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۲۲:۲۹
Background image

د ملي دفاع سرپرست وزیر ستر جنرال بسم الله محمدي د غوڅ ملاتړ له عمومي قوماندان سکاټ ملر سره وکتل

د ملي دفاع سرپرست وزیر ستر جنرال بسم الله "محمدي" په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ له عمومي قوماندان سکاټ ملر سره , نن ګټور ملاقات درلود...

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۱۵:۵۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست په افغانستان کې د دوست هېواد ترکیې له سفیر سره د خپل کار په دفتر کې لیدنه وکړه

د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال بسم الله"محمدي " په افغانستان کې د ترکیې هېواد له سفیر "جیهاد ارګینای" سره...

بېرته خبرونه ته