د کابل ٣١٣ مرکزي قول اردو څخه د ملي اردو ٢٥٠ منسوبين فارغ شول
نن د کابل ٣١٣ مرکزي قول اردو د بګرام فرقي څخه د ملي اردو ٢٥٠ تنه منسوبين د يو لړ پوځي بنسټيزو، مسلکي او عقيدتي ښوونو وروسته فارغ شول.
دغو فارغ شوو منسوبينو ژمنه وکړه، چې په هر ډول حالاتو کې به د هېواد د خپلواکۍ دفاع، د دين او خلکو خدمت ته چمتو وي.