د وسلوال پوځ لوی درستیز د هوايي ځواکونو عمومي قوماندان معرفي کړ

s.mohmand
دوشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۵ - ۱۷:۳۷
د وسلوال پوځ لوی درستیز د هوايي ځواکونو عمومي قوماندان معرفي کړ

د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین «فطرت» د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د هوايي ځواکونو عمومي قوماندان مولوي امان الدین «منصور» معرفي کړ.

د وسلوال پوځ لوی درستیز د هوايي ځواکونو د ستایینې تر څنګ وویل: «په بهر کې مېشت پيلوټان ​​او د هوايي ځواکونو عمله کولاى شي چې بېرته خپلو کورونو او دندو ته ستانه شي، دوې د خپل هېواد او نظام په جوړولو کې ونډه واخلي، ځکه چې دوې ته هېڅ خطر نشته او د اسلامي امارت ځواکونه د افغانانو د ژوند او مال ساتنه کوي.»

همدا راز د هوايي ځواکونو عمومي قوماندان وويل: «د هېواد هوايي ځواک په کلک هوډ او ارادې سره د هېواد او خلکو د چوپړ لپاره چمتو دى او هغه منسوبين چې دند یې پريښې دي په ازادانه ډول خپلو دندو ته بیرته ستانه شي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته