د وسله وال پوځ لوی درستیز د امنیتي وضعیت د څېړلو په موخه بغلان ولایت ته ولاړ

s.mohmand
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۲ - ۱۴:۳۲
د وسله وال پوځ لوی درستیز د امنیتي وضعیت د څېړلو په موخه بغلان ولایت ته ولاړ

د وسله وال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین "ضیا" د دفاعي او امنیتي ځواکونو د ملاتړ، ستاینېاو د امنیتي وضعیت څېړلو او د نویو امنیتي پلانونو د تطبیق په موخه بغلان ولایت ته سفر وکړ.

د وسله وال پوځ لوی درستیز یاد ولایت کې د نویو پلانونو او امنیتي وضعیت لا ټينګښت په موخه د والي او ارشد امنیتي مسولانو سره بحث او خبرې وکړې.

نوموړي د دفاعي او امنیتي ځواکونو د اتلولیو او سرښندنو ستاینه وکړه او امنیتي مسولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د بغلان او شمال لویې لارې د امنیت ټينګښت په موخه نوي امنیتي پلانونه ترسره کړي، د خلکو څخه ساتنه وکړي او هېڅ چاته اجازه ورنکړي چې هېوادوالو ته زیان ورسوي.

بغلان ولایت کې چې سلګونه ځوانان د ملي اردو لیکو سره یو ځای شوي دي، د وسله وال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیا د دوی هر کلی وکړ او ټينګار یې وکړ چې د افغانستان د سولې او دښمنانو پر وړاندې د دفاعي او امنیتي ځواکونو په کلکه ملاتړ کوو او هېڅ چا ته به اجازه ورنکړي چې هېوادوالو ته زیان ورسوي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته