د وسله وال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت سرپرست ‌ ‌د سفرونو په دوام نن هېواد شمال کندوز ولایت ته سفر وکړ

s.mohmand
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۲ - ۱۰:۵۸
 د وسله وال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت سرپرست ‌ ‌د سفرونو په دوام نن هېواد شمال کندوز ولایت ته سفر وکړ

د وسله وال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال محمد یاسین "ضیا" نن کندوز ولایت ته د لا ښه امنیت د ټېنګښت او امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه سفر وکړ.

د ملي دفاع وزارت د وسله وال پوځ لوی درستیز او سرپرست او ورسره پلاوو د کندوز ولایت امنیتي وضعیت له نږدې وڅېړل او د ښه امنیتي وضعیت برابرولو په موخه یې اړوند مسولینو ته هدایت ورکړل.

د وسله وال پوځ لوی درستیز د خلکو د ژوند او مال ساتنې په لار کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو د اتلولیو او سرښندنو څخه قدرداني وکړه او زیاته یې کړه چې د تلپاتې سولې او ثبات لرونکي افغانستان ترلاسه کول د دفاعي او امنیتي ځواکونو په هڅو پورې اړه لري.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته