د وسله وال پوځ لوی درستيز د تېرې ادارې له يو شمېر لوړ پوړو جنرالانو او افسرانو سره وکتل

s.mohmand
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۵ - ۱۹:۲۲
د وسله وال پوځ لوی درستيز د تېرې ادارې له يو شمېر لوړ پوړو جنرالانو او افسرانو سره وکتل

د وسله وال پوځ لوى درستيز قاري فصيح الدين "فطرت" نن له غرمې وروسته د ملي دفاع وزارت په مقر کې د تېرې ادارې له يو شمېر جنرالانو او افسرانو سره وکتل.

په دې کتنه کې د وسله وال پوځ لوى درستيز هغوى د ښه نيت او هېواد پالنې د ستاينې تر څنګ وويل: د اسلامي نظام غيږه زموږ د ټولو ګرانو هېوادوالو پر مخ خلاصه ده او هر څوک کولاى شي چې په خپل ګران هېواد کې له خپلو کورنيو سره په پوره ډاډ او امن ژوند وکړي. 

  ورپسې د ملي دفاع وزارت پخواني مرستیال ډګر جنرال افضل "امان" او د تېر حکومت د قول اردو پخواني قوماندان تورنجنرال شعور ګل د نورو په استازیتوب خپلې ستونزې او ننګونې له لوی درستیز سره شریکې کړي او ژمنه يې وکړه چې د اړتیا په صورت کې د ملی دفاع وزارت سره هر ډول همکارۍ او خدمت ته چمتو يو.

همدا راز د تېرې ادارې جنرالانو او افسرانو د وسله وال پوځ لوی درستیز ته یو نظامي شمشير "کرچ" ډالۍ کړ او همدا راز د وسلوال پوځ له لوري هم نوموړو ته سوغاتونه د ډاليو په توګه ورکړل شول.
 

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته