د ملي دفاع وزیر په وروستیو نښتو کې د کمانډویانو له وروستیو بریاوو څخه په ستاینې سره، هغوی یې د دښمن د سترګو اغزي یاد کړل

s.mohmand
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۰ - ۲۱:۲۵
د ملي دفاع وزیر په وروستیو نښتو کې د کمانډویانو له وروستیو بریاوو څخه په ستاینې سره، هغوی یې د دښمن د سترګو اغزي یاد کړل

د ملي دفاع وزیر ستر جنرال اسدالله "خالد" نن مازدیګر، د ۴۳۷ تنه افسرانو، بریدملانو او سرتیرو چې د کمانډو د تقویتي کورس له مسکلي او تاکتیکي پرمختللو تعلیماتو وروسته نن خپل فراغت جشن نیولی وو، ګډون وکړ.

د ملي دفاع وزیر د کمانډویانو فراغت یې دوی ته مبارکي وویلې او هغوی یې له هېواد څخه د خپلواکه دفاع لوی مسوولیت ته متوجه کړل او زیاته یې کړه: تاسو له دښمن سره په مخامخ جګړه کې ثابته کړه چې د هېواد له هرې لویشتې خاورې څخه ساتنه کوئ او د جګړې په ډګر کې ستاسو په حضور سره د دښمن ځان لړزیږي.

د ځانګړو عملیاتو د قول اردو قوماندان تورنجنرال هیبت الله علیزی ددغو کمانډویانو فراغت په اوسنیو شرایطو کې د ارزښت وړ وباله وې ویل: کمانډویان او ځانګړي قطعات په هېواد کې د سولې او ټیکاوو لپاره جنګېږي او هر ډول قربانۍ ته آماده دي.

ددغه پروګرام په یوه برخه کې د ځانګړو عملیاتو قوماندان برید جنرال هیبت الله علیزي او د ۷۷۷ هوایي لوا قوماندان برید جنرال زیارمل پیلوټ ته د جمهوري ریاست د عالي مقام په منطورۍ د ملي دفاع وزیر له لوري د تورنجنرالۍ رتبې تفویض شوې.

همداراز د ځانګړي عملیاتو قول اردو د ۲۱ قوماندانو د زحماتو او لاسته راوړنو په ویاړ دوی د "مېړانې" ځانګړي مډالونه تفویض شول.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته