د ملي دفاع وزارت مشرتابه، د مارشال فهیم ملي دفاع پوهنتون له بیلابیلو برخو لیدنه او ارزونه وکړه

s.mohmand
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۱ - ۱۷:۳۱
د ملي دفاع وزارت مشرتابه، د مارشال فهیم ملي دفاع پوهنتون له بیلابیلو برخو لیدنه او ارزونه وکړه

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود میاخېل، د ټکنالوژۍ او لوژستیک د تامیناتو په برخه کې د ملي دفاع وزارت مرستیال عبدالله رقیبي او د یاد وزارت د ښوونې او روزنې عمومي قوماندان ډګر جنرال پاینده محمد ناظم په ګډون، نن د مارشال فهیم ملي دفاع پوهنتون له بیلابیلو برخو څخه لیدنه وکړه.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال، دغه لوی پوځي ښوونیز او تحصیلي مرکز، د هېواد د پوځيانو د روزنې د بنسټ په توګه د لوړ ارزښت وړ وباله او وې ویل: د جګړې په ډګرونو کې اغیزمنه رهبري او سالمه پلان جوړونه له پوځي ښوونیز او تحصیلي مراکزو څخه پیلږي، له دې امله اړتیا ده چې ځوان افسران په بشپړې ژمنتیا او ریښتینولۍ سره روزنه وویني، څو د مسلکي او پوه رهبرانو په توګه د جګړې په ډګرونو کې ګډون وکړي او همداراز د پرسونل له مرګ ژوبلې او ضایعاتو څخه مخنیوی وشي.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال، د مارشال فهیم د ملي دفاع پوهنتون د مشرتابه او ښوونکو د نظرونو او وړاندیزونو د اوریدو په خوا کې، د پوځي لوړو زدکړو او اکاډمیکو درسونو د کیفیت د ښه والي په اړه اړوندو چارواکو ته لازم هدایات صادر کړل.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته