د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د ننګرهار ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ

s.mohmand
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲ - ۲۲:۲۲
د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د ننګرهار ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود "میاخیل" د ننګرهار ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې او د اړوندو ادارو تر منځ د لا ښې همغږۍ د رامنځته کېدو په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د ننګرهار له والي ضیاالحق "امرخېل"، د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان، د ننګرهار امنیه قوماندان او نورو سیمه ییزو امنیتي چارواکو سره د یاد ولایت د امنیتي پلان پر تطبیق بحث او خبرې وکړې.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د امنیتي راپور تر اوریدو وروسته، اړوندو امنیتي چارواکو ته لازم هدایت صادر کړل او ددغه ولایت د دفاعي او امنیتي ارګانونو تر منځ د لا ښې همغږۍ په رامنځته کېدو ټینګار وکړ.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۰ - ۱۷:۵۶
Background image

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او سرپرست او د کورنیو چارو وزیر د سرتیري د ملي ورځې په مناسبت د سرتیرو د لیدنې، ستاینې او تقدیر په موخه کندهار ولایت ته سفر وکړ

د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال او سرپرست شاه محمود "میاخېل" او د ملي دفاع وزارت یوشمیر جنرالانو او افسرانو، د سرتیري د ملي ورځې د لمانځلو په موخه نن کندهار ولایت ته سفر وکړ...

شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۹ - ۲۰:۲۹
Background image

دفاعي او امنیتي ځواکونه د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې په لوړ مورال او کلک هوډ مبارزه کوي

د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ملي ورځې (د کب نهمې) په مناسبت جوړه شوې لمانځغونډه کې د افغانستان ولسمشر او د وسلوال پوځ سر اعلی قوماندان محمد اشرف غني...

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۷ - ۱۵:۴۳
Background image

په افغانستان کې د یوناما د بشري حقونو له رییس سره د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او سرپرست لیدنه

ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او سرپرست شاه محمود"میاخیل " په افغانستان کې د یوناما د بشري حقونو له رییسې میرمن "فیوڼا فرازر" سره نن د خپل کار په دفتر کې ولیدل...

بېرته خبرونه ته