د ملي دفاع وزارت سرپرست په افغانستان کې د دوست هېواد ترکیې له سفیر سره د خپل کار په دفتر کې لیدنه وکړه

د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال بسم الله"محمدي " په افغانستان کې د ترکیې هېواد له سفیر "جیهاد ارګینای" سره د امنیتي مسایلو او سولې په تړاو، نن کابل کې د خپل کار په دفتر کې ولیدل.
د ملي دفاع وزارت سرپرست د دواړو هيوادونو تر منځ د تاریخي او نیکو اړیکو یادونه وکړه، ترکیې تل د افغانستان خلکو سره په سختو شرایطو کې همکاري کړي او د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو کدرونو د ښوونې او مسلکيتوب په برخو کې د اسانتیاوو له برابرولو یې ترې مننه وکړه.
په مقابل کې د ترکیې هېواد سفیر د ناټو د کليدي غړي په توګه د سولې پروسې او د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ ته اشاره وکړه؛ د افغانستان له حکومت او خلکو سره د همکارۍ پر دوام یې ټینګار وکړ.