د ملي دفاع وزارت سرپرست د پکتیا په ځاځي اریوب کې له سرحدي پوستو څخه لیدنه وکړه

s.mohmand
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۳۰ - ۹:۴۳
د ملي دفاع وزارت سرپرست د پکتیا په ځاځي اریوب کې له سرحدي پوستو څخه لیدنه وکړه

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" په داسې حال کې چې د ۲۰۳ منصوري قول اردو درستیزوال او د دغې قول اردو د دویمې سرحدي لوا قوماندان یې ملتیا کوله تیره ورځ د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې له سرحدي پوستو څخه لیدنه وکړه. 

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د مجاهدینو جګړه ییز احضارات له نږدې ولیدل، د هغوى ستونزې يې واورېدې، د يادو ځواکونو د کار او فعاليتونو د ستاينې ترڅنګ يې د ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې وکړې او پرسونل یې په نغدې ډالیو وهڅول.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته