د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد يو ځل بيا نن ورځ پروان ولايت ته ولاړ

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير اسدالله خالد او د غوڅ ملاتړ عمومي قوماندان سکاټ ميلر په هېواد کې د سيلاب ځپلو ستونزو ته د مرستې توزيع او رسونې په خاطر، نن ورځ (پنجشنبه) له غرمې وروسته پروان ولايت ته ولاړل، په ياد ولايت کې د ولايت له رهبرۍ او قومي مخورو سره د سيلاب ځپلو د لا ښې مرستې رسونې له پاره بحث او خبرې وکړې.
د پروان والي فضل الدین عیار د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر نه د سیلاب ځپلو کورنیو سره د مرستې کولو لپاره مننه وکړه او وویل” ملي دفاع وزارت اولنۍ دولتي اداره وه چې زیانمنو کورنیو سره یې لازمي مرستې وکړې.
ستر جنرال اسدالله ” خالد“ د پروان ولایت خلکو ته د خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې ورکولو تر څنګ وویل” ملي اردو د اړ تیا وړ امکانات یې د سیلاب ځپلو په لاس کې ورکړي .
ملي اردو یواځي د جګړي لپاره نه ده؛ په هر حالت کې د هیوادولو تر څنګ ده او د تیرې ورځې نه تر ننه پورې خوراکي توکي یې زیانمن شوو کورنیو ته ویشلي او نن هم یو اندازه خوراکي مواد د چورلکو په واسطه پروان ولایت ته لیږدول شوي او زیانمو کورنیو ته ویشل کیږي.
همدا راز په دې ناسته کې د غوڅ ملاتړ عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر وویل: امریکا هم سیلاب ځپلو کورنیو سره مرسته کوي او د دې مرستو یوه برخه چې خوراکي توکي دي، پروان ولایت ته به ولیږدول شي.
د ملي دفاع وزارت د خټو او اوبو نه د لارو پاکولو او د خاورو لاندې د مړو ویستلو لپاره پروان ولایت ته نقلیه وسایط لکه بلدوزر، لوډر او سکواټور لیږلي او همدا راز د ټپیانو د درملنې په موخه یې روغتيايي مرستې هم تر سره کړي دي.