د ملي دفاع وزارت د ښوونیزو او تحصیلي مراکزو نصاب ارزول کیږي

s.mohmand
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۹ - ۲۰:۰
 د ملي دفاع وزارت د ښوونیزو او تحصیلي مراکزو نصاب ارزول کیږي

د افغانستان د جګړې د اړتیاوو پر بنسټ، د ښوونیزو او تحصیلي موسسو د درسي مفرداتو د پلي کېدو په موخه د مارشال فهیم ملي دفاع پوهنتون د ټولو استادانو او علمي پلاوي په ګډون یو ورځنی سیمینار جوړ شو.

په دغه سیمینار کې چې د پرسونل او ښونې په چارور کې د ملي دفاع وزارت مرستیالې هم ګډون درلود ټینګار وشو چې ژر تر ژره دې د درسي نصاب د تصحیح، بیا کتنې او تعدیل په برخه کې عملي ګام پورته شي.

په دې سیمینار کې د پرسونل او ښوونې په چارو کې د ملي دفاع وزارت مرستیالې منیرې "یوسف زاده" ټینګار وکړ چې د ښوونیزو او تحصیلي بسټونو ارزونې ته په پام سره چې د ملي دفاع وزارت د محترم مقام د امر پر بنسټ ترسره شوی، ډیر ژر به د ښوونیز نصاب په بیا کتنې او پراختیا کار پیل شي.

په پای کې، اغلې یوسف زاده د ملي اردو په ښوونیزو او تحصیلي مراکزو کې د مسوولینو له نه ستړي کېدونکو هڅو مننه وکړه او په دې برخه کې د لا زیاتو هڅو او پاملرنې غوښتونکې شوه.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته