د ملي دفاع سرپرست وزير په مشرۍ د ملي دفاع وزارت مجاهدینو د رتبو د تثبيت کميسیون د غونډې په ترڅ کې په رسمي توګه په کار پیل وکړ

نن چې د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد يعقوب "مجاهد" په مشرۍ، مجاهدينو د رتبو د تثبيت کمېسيون غونډه جوړه شوې وه؛ په رسمي توګه يې خپل کار پیل کړ.
په دې غونډه کې د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې عمومي قوماندان مولوي عبدالجبار «صديقي» د رتبو د تثبيت کمېسيون رئيس، د کميسيون نورو غړو او د ملي دفاع وزارت د بېلابېلو رياستونو رئيسانو ګډون کړى وو.
ټاکل شوې، چې ياد کميسيون د هر يو مجاهد تحصيلي اسناد وڅيړي، د اشغالګرو او يرغلګرو په وړاندې جهادي مخينې ته په کتو، دوی ته د جهاد د اکرام او وقار په وياړ، وړ پوځي رتبې ورکړي.