د ملي اردو ۳۶۰ تنو منسوبینو د وفادارۍ لوړه تر سره کړه

د ملي اردو ۳۶۰ تنو منسوبینو د ۲۰۹ شاهین قول اردو په ښوونیز مرکز کې د یادې قول اردو د رییس ارکان برید جنرال "عبدالسمیع بخشي"، افسرانو او مسوولانو په شتون کې عسکري لوړه تر سره کړه.
ټاکل شوې، چې دا اتلان به د پوځي ښوونیزې دورې تر بشپریدو وروسته د خلکو د مال او ځان د دفاع په موخه په شمالي ولایتونو کې ځای پر ځای شي او د هېواد د دښمنانو په وړاندې به مبارزه کوي.