د لوی درستیز مرستیال په مشرۍ د ملي دفاع وزارت د امنيت او حمايې لوا کې اصلاحي غونډه جوړه شوه

s.mohmand
شنبه ۱۴۰۱/۷/۲ - ۲۰:۲
 د لوی درستیز مرستیال په مشرۍ د ملي دفاع وزارت د امنيت او حمايې لوا کې اصلاحي غونډه جوړه شوه

د لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان "صديق" د ستر درستيز د امنيت او حمايې لوا د جزوتامونو له مسؤلینو او مجاهدینو سره په اصلاحي غونډه کې ګډون درلود.

د ستر درستيز مرستیال مجاهدينو ته د توصيې ترڅنک د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د سيرت او صورت د جوړولو سپارښتنه وکړه او د مشرانو د حکمونو په اطاعت یې ټینګار وکړ.

په دې کتنه کې د ملي دفاع وزارت د عقيدتي او فرهنګي چارو رئيس مولوي نور محمد "متوکل" هم د مجاهدينو د سيرت او څېرې په اصلاح او د اميرالمؤمنين "حفظه الله" د سپارښتنو او ارشاداتو پر عملي کولو ټينګار وکړ.

همدا راز د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز د امنيت او حمايې لوا قوماندان حاجي ملا محمد عیسی "یاسین" د مجاهدینو بریا د الهي نصرت، د مشرانو اطاعت او د خدای (ج) په دربار کې په عاجزۍ او تقوا سره دريدنه، د فتحې سبب وګڼله.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته