د بدخشان د وروستۍ ترافیکي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د وسلوال پوځ لوی درستیز خپله خواخوږي څرګنده کړه

s.mohmand
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۲:۲۹
د بدخشان د وروستۍ ترافیکي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د وسلوال پوځ لوی درستیز خپله خواخوږي څرګنده کړه

د وسلوال پوځ لوی درستیز حافظ محمد فصیح الدین "فطرت" او ورسره مل پلاوي بدخشان ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ياد ولايت  وروستۍ ترافیکي پېښې له سيمې څخه چي د بهارک - فیض آباد پر لاره رامنځته شوې وه ليدنه وکړه او د دې غمجنې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړه؛ دغه ترافیکي پيښه کې یو موټر د کوکچې سیند ته لوېدلی او د شپږو سپرلیو ژوند یې اخيستی وو.


په دغه سفر کې د وسلوال پوځ لوی درستیز د ملي اسلامي اردو د منسوبينو بې ساري هڅې یې د قربانیانو د مړو د موندلو لپاره وستایلې او ټینګار یې وکړ چې د ملي اسلامي اردو ځواکونه به په خپل ټول توان او امکاناتو سره تر وروستیو شېبو د خلکو ترڅنګ ودرېږي.

همدارنګه، لوی درستیز د هېواد له موټر چلوونکو څخه وغوښتل چې د موټر چلولو پر مهال ترافیکي قوانین پوره مراعات کړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته