د بدخشان د وروستۍ ترافیکي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د وسلوال پوځ لوی درستیز خپله خواخوږي څرګنده کړه
د وسلوال پوځ لوی درستیز حافظ محمد فصیح الدین "فطرت" او ورسره مل پلاوي بدخشان ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ياد ولايت وروستۍ ترافیکي پېښې له سيمې څخه چي د بهارک - فیض آباد پر لاره رامنځته شوې وه ليدنه وکړه او د دې غمجنې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړه؛ دغه ترافیکي پيښه کې یو موټر د کوکچې سیند ته لوېدلی او د شپږو سپرلیو ژوند یې اخيستی وو.
په دغه سفر کې د وسلوال پوځ لوی درستیز د ملي اسلامي اردو د منسوبينو بې ساري هڅې یې د قربانیانو د مړو د موندلو لپاره وستایلې او ټینګار یې وکړ چې د ملي اسلامي اردو ځواکونه به په خپل ټول توان او امکاناتو سره تر وروستیو شېبو د خلکو ترڅنګ ودرېږي.
همدارنګه، لوی درستیز د هېواد له موټر چلوونکو څخه وغوښتل چې د موټر چلولو پر مهال ترافیکي قوانین پوره مراعات کړي.