دملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو سرپرست وزيرانو څخه د تخار ولايت عزتمند ولس تود هرکلی

zia_omid
پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۳ - ۲۲:۴
استقبال گرم مردم تخار از سرپرست وزارت‌های دفاع و داخله

نن له غرمې وروسته د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد، د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مسعود اندرابي او د سیمه ایزو ارګانونو رییس عبدالمتین بیک د تخار ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه یاد ولایت ته تللي دي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر سر بیره پر دې چې د تخار ولایت والي، د امنیتي او دفاعي ځواکونو له قوماندانانو سره لیدلي د یاد ولایت له اوسیدونکو سره هم ناسته کړې او د تخار ولایت پتمن ولس له خوا د دوی تود هر کلی شوی دی.

د تخار ولایت اوسیدونکو د امنیتي او دفاعي ځواکونو د چټک غبرګون چې د خلکو د ځان او مال د ساتنې لپاره یي د ترهګرو پر وړاندې تر سره کړ، خوښي څرګنده کړه او د دفاعي او امنیتي ځواکونو له مشرتابه یې ځانګړې مننه وکړه.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته