بګرام کې د لويې پوځي رژې په تر سره کولو د امریکا د ويستلو لومړۍ کلیزه ونمانځل شوه

s.mohmand
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۹ - ۲۲:۲۱
بګرام کې د لويې پوځي رژې  په تر سره کولو د امریکا د ويستلو لومړۍ کلیزه ونمانځل شوه

نن د وږي نهمه له افغانستان څخه د نړۍ د ستر زبرځواک، امریکا او ناټو د وروستیو سرتیرو د ماتې او ذليله وتلو له لومړۍ کلیزې سره برابره ده.

په همدې ورځ د اسلامي امارت مجاهدینو د امریکا او د هغو د انډیوالانو پر وړاندې له شل کلنې سرښندنې او قربانيو وروسته د اشغال لمن ور ټوله او اشغالګر یې له خپل هېواده وشړل.

په همدې مناسبت د ملي دفاع وزارت د افغانستان د خلکو د اتلوليو، زړورتیاوو او سرښندنو د درناوي په خاطر د بګرام په پوځي اډه کې، پوځي پریډ ترسره کړ او د هېواد د پليو، سپرو او هوايي ځواکونو په وړتیاوو ښودلو سره يې نمانځنه تر سره کړه.

د امریکا او د هغوی د متحدینو د ماتې د لومړۍ کلیزې په مناسبت په دغه پوځي پریډ کې دولتي لوړ پوړو چارواکو، جلالتمآب رئيس الوزرا ملا محمد حسن "آخند"، د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد"، د وسلوال پوځ لوی درستيز قاري فصيح الدين"فطرت"، حکومت د کابينې غړو، د بعضي خارجي هېوادونو ډيپلوماټانو، رئيسانو، منسوبينو او يو شمېر نورو مجاهدينو شتون درلود، ونمانځل شوه.

دغه ستره پوځي غونډه داسلامي امارت د جلالتمآب رئیس الوزرا په وينا او مبارکۍ سره پيل شوه.

ورپسې د ملي دفاع سرپرست وزير د پوځي تشريفاتو او د قطعاتو له معاینه کولو وروسته د مبارکۍ پیغام ولوست او د اسلامي امارت جلالتمآب رئيس الوزرا ته یې د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړل.

مجاهدین په جهادي بڼه، د ځانګړو عملیاتو کنډک، د ملي نظامي اکاډمۍ محصلین، د پليو، سپرو، هوايي ځواکونه او نورو قطعات په ځانګړي نظامي نظم او ډسپلین د لوژ مخې ته د احترام په وړاندې کولو سره تیر شول او خپلې وړتياوې یې نندارې ته وړاندې کړې.

همدا راز دغه مراسم له يرغلګرو څخه د ترلاسه شويو بېلابېلو زغروالو وسايطو، تجهيزاتو او پرمختللو وسلو په نندارې سره پاى ته ورسيدل.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته