اسدااله”خالد“ د کرواشیا د صدراعظم مرستیال سره وکتل

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله ”خالد“ نن په خپل کاري دفتر کې د کرواشیا دوست هیواد د صدراعظم مرستیال او دفاع وزیر، دمیر کرستی سویک سره وکتل.
په دې ملاقات کې د ملي دفاع سرپرست وزیر د کرواشیا دوست هیواد د مرستو نه مننه وکړه او زیاته یې کړه: ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن څخه ٩ ولسوالۍ بیرته ونیولې تر څو خپلو وګړو ته د ښې حکومتولۍ زمینه برابره کړي.
همدا راز د ملي دفاع وزیر په خپلو خبرو جمهورې ریاست ټاکنو ته په اشارې سره وویل: ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د جمهورې ریاست په ټاکنو کې دا ثابته کړه، چې د خپل هیواد نه د ټولو ترهګریزو ډلو په مقابل کې دفاع کولی توان لري.
ښاغلي خالد زیاته کړه: د افغانستان دولت رهبري، واقعي سولې ته د رسیدو له پاره هڅې روانې کړي او په همدې موخه یې ټولې لارې د مذاکراتو لپاره پرانستې دي.
د کرواشیا صدراعظم مرستیال او د دفاع وزیر میرکرستی سویک د افغانستان د دولت او د ملي اردو له سرتیرو هرکلی وکړ او د لازیاتې مرستې ژمنه یې وکړه.